سپینې ماڼۍ د اسلامي دولت ډلې پر ضد د ترکیې د عملیاتو هرکلی وکړ

سپینې ماڼۍ نن د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد د ترکیې د عملیاتو هرکلی وکړ.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي چې د امریکا له ولسمشر سره کینیا ته تللی؛ ویلي چې دوی د ترکیې د دې اقدام ملاتړ کوی.

انقرې دا نه ده څرګنده کړې چې په سوریه کې یې د اسلامي دولت پر وسله والو په کومو ځایونو کې عملیات ترسره کړي دي.