د اسراییل پولیس وايي چې د یهودانو د مذهبي مراسمو د امنیت ټینګولو لپاره نن د اقصی جومات ته ننوتل.
د اسرايیل پولیس وايي چې دا کار یې پر هغو عبادت کوونکو چې د یهودانو ځانګړي مذهبي مراسم یې ترسره کول د عربو د حملو د مخینیو لپاره کړی دی.
د اسراییل د پولیسو ویاند میکي روزنفیلد نن وویل چې عسکر یې د هغو عرب ځوانانو د شړلو لپاره د جومات په عمومي دروازه ورتېر شول چې یهودي عبادت کوونکي یې په ډبرو ویشتل او مزاحمت یې ورته کاوو.
پولیسو ویلي چې مخکې خبرداری ورته رسیدلی و چې یو شمېر عرب ځوانان غواړي چې د یهودانو پر نننیو مراسمو حملې وکړي.
د پولیسو ویاند ویلي؛ موږ پر جومات یرغل نه دی وروړی او نه هم په زور ورننوتي یو.
د اسراییل د پولیسو ویاند ویلي چې په دې عملیاتو کې ۴ پولیس زخمیان شوي او هېڅ څوک نه دي نیول شوي.