د اوربند موضوع به له طالبانو سره د سولې د دویم دور خبرو د اجنډا په سر کې وي

د افغان حکومت استازي وايي؛ له وسله والو طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو په راتلونکې دور کې به د اوربند په رامنځ ته کېدو ټینګار وکړي.

محمد ناطقي چې د افغان حکومت له لوري د وسله والو طالبانو له استازو سره د مستقیمو خبرو اترو په لومړي پړاو کې هم شامل و؛ وايي، په هغو خبرو کې هم د اوربند مساله یاده شوه؛ خو بیا پرېکړه وشوه چې په بل دور خبرو اترو کې به پر دې موضوع بحث وشي.

ناطقي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ په راتلونکي دور خبرو کې به دوی د بشپړ اوربند غوښتنه وکړي او هیلمن دي چې مقابل لوری به یې ومني.

د سولې د عالي شورا غړي شاهزاده شاهد هم ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې بندېدل د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده.

محمد ناطقي وايي، د خبرو اترو راتلونکې دور کې به د طالبانو د رهبرۍ د شورا چې د کویټې شورا ورته وايي؛ استازي او همدارنګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي برخه ولري.