هېلري کلېنټن به د اکټوبر په ۲۲مه د بنغازي د حملې په اړه د څیړنې کمیټې پوښتنې ځوابوي

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلېنټن به د اکټوبر په ۲۲ مه نېټه د لیبیا په بنغازي کې د حملې په اړه د څیړنې د کمیټې د غړیو پوښتنو ته ځواب ووايي.

په دې برید کې څلور امریکایان وژل شوي وو.

میرمن کلینټن چې د امریکا د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ډیموکراټ ګوند له کاندیدانو څخه ده؛ د کمپاین ډلې یې پرون دې کمیټې ته د هغې د حاضریدو نېټه په ډاګه کړه.

د میرمن کلېنټن د کمپاین ویاند نیک میریلNick Merrillوايي؛ د دې کمیټې مشر (تیري ګوډي) چې په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو غړی دی؛ یوه اونۍ مخکې په دې کمیټه کې د مېرمن کلېنټن د حضور غوښتنه کړې وه او نوموړې پرون دا غوښتنه ومنله.

په دې وروستیو کې د بنغازي د پېښې په اړه څیړنو کې؛ د وزارت پر مهال د هېلري کلېنټن له خوا د خپل شخصي ایمیل او کموپیټر کارولو موضوع په یوه سیاسي جګړه بدله شوې.