رووفي: پاکستان د پکتیکا په برمل کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو چارې نه دي درولي

د افغانستان د سرحدي پولیسو عمومي قومندان تاییدوي چې پاکستاني پوځیان لاهم په پکتیکا کې افغان پولې ته څېرمه د تاسسیاتو د جوړولو کارونه مخته وړي.

پاسوال رحمت الله رووفي آزادي راډیو ته وویل که څه هم د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان پولې تر منځ د پاکستاني پوځیانو له خوا د تاسیساتو د جوړولو کار نه دی بند شوی؛ خو د دې لانجې د حل لپاره ډپلوماټيکي هلې ځلې روانې دي:

((دوی په هاخوا کې تاسیسات کله جوړوي او کله یې نه جوړوي. خو ډپلوماټیک کار روان دی چې په دې حصه کې امنیت شورا؛ د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونه کار کوي؛ څو په دې برخه کې یوه حل لاره پيدا شي.))

په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي وايي چې افغان حکومت باید په پاکستان فشار راولي او ان تر ملګرو ملتونو پورې دا مساله ورسوي چې د دغو تاسیساتو جوړول بند کړي.

د برمل په انګور اډه سیمه کې له څه مودې راهیسې پاکستاني پوځیان تاسیسات جوړوي چې یو ځل افغان پوځیانو جګړه هم ورسره کړې او څو پاکستاني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې.