ترکي الوتکو د کردستان د کارګر ګوند پر وسله والو هوايي حملې کړي

ترکي چارواکي او د کردستان د کارګر ګوند یا PKK سرچینې وایي چې د ترکې جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د کردستان د کارګر ګوند پر وسله والو تېره ورځ هوایي بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې ترکي جنګي الوتکو د سوریې دننه د داعش مرکزونه هم په نښه کړل. تر بمبارۍ وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ په اسټانبول کې خبریالانو ته وویل:

((موږ سر له اوسه له یوې مختلفې شخړې سره مخامخ یوو. موږ به هر هغه څه وکړو چې د دې مبارزې لپاره یې اړتیا وي. زموږ ولس دې پر خپل دولت باور وکړي.))

د PKK ویاند په عراق کې، بختیار دوګان فرانس پریس اژانس ته وویل؛ د عراق په شمال کې د قندیل پر غرونو د دوی پر پنځو پوځي مرکزونو هوایي حملې وشوې.

دوګان زیاته کړه چې جټ الوتکې د عراقي کردانو د مرکز اربیل په شمال کې د قندیل غرونو په هغو ځایونو هم راښکته شوې چې هلته د دوی سیاسي مشران اوسي او دا ځای ورته خوندي ښکاري.

ترکي حکومت د کردستان کارګر ګوند یوه ترورستي ډله ګڼي.

تېره اونۍ له سوریې او عراق سره نژدې د ترکیې دننه یو شمېر بریدونه وشول چې د ځینو مسوولیت PKK په غاړه واخیست؛ خو د اکثرو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې منلی دی.