د لومړی ځل لپاره هغه عراقي سرتیري چې امریکايي سلاکارانو روزنه ورکړې د رمادي ښارد بیرته نیولو لپاره د جګړې ډګرته داخل شوی دی. په دې اړه پرون د امریکا د دفاع وزارت خبر ورکړ.
د عراق ځواکونه همدا اوس د امریکا په مشرۍ د نړېوال هوايي ایتلاف په ملاتړد رمادي د ښار شااوخوا راټول شوي دي څو د اسلامي دولت د وسله والې ډلې اکمالاتي لارې وتړي.
دوی هڅه کوي چې پر رمادي د عملیاتو ترپیل مخکې دغلته د داعش وسلوالو محاصره کړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند سټیف وارن وايي، د عراقي سرتیرو روزل شوي ډلې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د رمادي ښار شپږ کیلومترۍ ته نژدې شوي دي.
د وارن په وینا د پنځه سوو په شااوخوا کې سني وسله وال هم له هغو عراقي ځواکونو سره یوځای شوي دي چې د رمادي خواته مخکې ځي.