د راپورونو له مخې د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان منلې ده چې د ترکېې له خاورې څخه په سوریه او عراق کې د داعش ډلې پرضد د امریکا د پوځ هوايي حملو ته اجازه ورکړي.
د امریکا دفاعي چارواکې وايي، د ترکېې او سوریې په ګډه پوله کې د ترکېې په خاوره کې د داعش ډلې په پرونۍ حمله کې د یوه ترکي سرتېري له وژل کېدو وروسته د اردوغان او بارک اوباما ترمنځ په ټلفوني خبرو کې په دې اړه موافقه وشوه.
د پنټاګون چارواکې وايي، د شوې موافقې له مخې د امریکا جنګي او بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکول کېږي چې د داعش ډلې پرضد د ترکېې د انجیرلیک Incirlik له پوځي اډې څخه کار واخلي.
د ترکېې صدراعظم احمدداود اوغلو پرون وویل چې حکومت به د عامه نظم د ټینګښت په مقصد د وروستیو پېښو په دوام لازم اقدامات وکړي.