وسله والو طالبانو په جنوبي سالنګ کې د درنو او سپکو وسلو ډزې کړي

وسله والو طالبانو نن شاوخوا درې بجې د کابل- مزار پر لویه لاره په جنوبي سالنګ کې د درنو او سپکو وسلو ډزې کړي او دغه لاره اوس د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګ امنیه قومندان احمد ضیا ازادي راډیو ته وویل چې اوس نښته پای ته رسیدلې او پولیس د سالنګ په غرونو کې د طالبان په لټه کې دي. دی وایې په نننۍ پيښه کې کوم چا ته زیان نه دی اوښتی.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په لیږلي پيغام کې ادعا کوي چې په دغه پيښه کې یې څلور پولیس وژلي، یو رنجر یې له منځه وړی او نښته هم دوام لري.

د یو بل خبر له مخې، د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند عبادالله کریمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د کابل پولیسو پرون مازدګیر د ارغندۍ په سیمه کې یو انتحار کوونکی له یوه موټر سره نیولی چې شاوخوا سل کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد ورسره و او په کابل کې یې د انتحاري حملې نیت درلود.