ولسمشر غني د پخواني پاچا ظاهرشاه د تلین په مناسبت د تسلیت پیغام ورکړ

ولسمشرمحمد اشرف غني د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د اتم تلین په مناسبت د تسلیت پیغام ورکړی دی.

ولسمشرغني په خپل دې پيغام کې چې د جمهوري ریاست د ویاند له دفتره خپورشوی ویلي چې په افغانستان کې د سولې، ثبات، ولسواکۍ او ملي وحدت لپاره د ظاهرشاه خدمتونه د هیریدو نه دي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان د عصري کولو، د پوهنې د خپرولواو ښځو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې د ظاهر شاه د هڅو ستاینه هم شوې ده.

پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په ۱۳۸۶ لمریزکال د زمري په لومړۍ نیټه د ۹۲ کلونو په عمرله دې نړۍ سترګې پټې کړې.

محمد ظاهرشاه د طالبانو د رژیم ترنسکوریدو وروسته په ۲۰۰۲ میلادي کال کې افغانستان ته راستون شو او د اساسي قانون د لویې جرګې له خوا ورته د ملت د بابا لقب ورکړل شو.