د روسیې سویوز فضايي بېړۍ چې درې تنه عمله په کې سپره وه، نن په خوندي ډول په نړېوال فضايي سټېشن کې ځای پرځای شوه.
ټاکل شوې وه چې دا درې تنه د مې په میاشت کې فضا ته لاړ شي خو روسیې دا ماموریته وروسته له دې وځنډاوه چې په اپریل کې په ورته سویوز راکټ کې ستونزه پېښه شوه.
د دغو درو فضانوردانو له رسېدو سره په شپږو اوونیو کې د لومړي ځل لپاره د فضايي سټېشن د فضانوردانو شمېر شپږو تنو ته ورسېد.