د کبانو د نيولو پر مهال یوه ځوان (محمدعارف) څنګه خپل ژوند له لاسه ورکړ؟ که کبان مو نیول نو کومو مهمو خبرو ته پام په کار دی چې د ښکار شوق مو تاسې او یا نورو وړو کبانو ته زیان ونه رسوي؟ په دې تاندې څانګې کې يې ځواب اورئ:
چاپيریال ساتنه یوازې دا نه ده چې د کور مخه مو له کثافاتو پاکه وساتو، نیالګي کینوو او یا د مضره لوګیو مخنیوی وکړو بلکې د هوا او اوبو د پاک ساتلو تر څنګ په دغو دواړو کې د ژوند کوونکیو مارغانو او ژویو ساتنه هم د یوه ښه چاپېریال لپاره ضروري کار دی.
د همدې په خاطر د هوا د مارغانو ښکار د دوی د نسل ګيرۍ په ورځو شپو کې ناروا بلل شوی.
هوا په مارغانو ښایسته ښکاري او اوبه په کبانو... خو لکه څنګه چې د مارغانو د نسل ګیری پر مهال ځينې کسان د دې په کیسه کې نه وي چې نسل کشي يې کوي، همدې ته ورته یو شمېر ځوانان د کبانو یا د ماهیانو د نیولو لپاره ځينې داسې لارې چارې کاروي چې که یو خوا د کبانو د نسل کشۍ سبب کیږي نو بلخوا دوی هم د مرګ له ګواښ سره مخ کولی شي.
د پکتیا په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې یو ځوان محمدعارف د کبانو یا ماهیانو په نیولو پسې تللی و، خو څه ورسره وشول؟ د ده د مرګ کیسه د ده یوه ملګري او ټولیګوال منصور اماني راته کړې.
د منصور په خبره، د کبانو له نیولو سره د محمد عارف کومه خاصه علاقه نه وه، دی له پوهنتونه د رخصتۍ په ورځو شپو کې اریوب ځاځیو ته لاړ، هلته د ملګرو په هڅونه د شېشتې بازار تر څنګ یوه خوړ (سيند) ته د کبانو په نیولو پسې لاړ، څنګه يې چې له سيمونو جوړ شوی جال د کبانو د نیولو لپاره اوبو ته واچاوه، ملګري يې په بې پامۍ سره جنراتور چالان کړ او د هغه جال برقي تارونو ته يې برق (کرنټ) ورکړ، له یوې لړزې سره محمدعارف په ځمکه راپريوت، زړه يې ودرېد او څو شېبې وروسته يې ساه ووته.
ښاغلی منصور وايي چې د دوی په سیمه کې محمدعارف لومړی کس و چې د برقي شارت یا کرنت په واسطه د ماهیانو د نیولو پر مهال وژل کیږي او مرګ يې نورو ته یو درس ګرځي. د منصور په خبره د عارف له مرګه وروسته اوس هيڅوک زړه نه ښه کوي چې د بريښنا په واسطه کبان ښکار کړي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وايي چې د برقي شارت تر څنګ دوی له ځينو نورو خطرناکو لارو چارو هم خبر دي چې د کبانو د ښکارولو لپاره یې یو شمېر کسان کاروي، د ښاغلي مدقق په قول د برېښنايي شارت په شمول ځينې کسان د بم او حتی د آر پي جي راکټ په ډز سره هم د سیندونو کبان ښکاروي چې دا یو غېرقانوني کار دی او په سیندونو کې د نورو ګټورو باکتریاو او حيواناتو د له منځه وړلو سبب کیږي.
د کابل ښار اوسېدونکی جاويد له نږدې دېرشو کلونو راهيسې کبان نيسي او خرڅوي يې، دی مو د کبانو د نیولو له څو ډولونو خبروي او دا هم راته وايي چې کوم يو ډول يې ډېر مضر او تاواني دی، دی وايي:
((برق سره نیول کیږي، چې د جنراتور په واسطه برقي شارت ورکول کیږي. لاسي بم اوبو ته وراچول کیږي چې کبان ښکار کړي. چنګک کې نښلي او جال کې هم نیول کیږي.د کبانو د نیولو تر ټولو مضر ډول د برقي شارت او د بم په واسطه ښکارول دي، دا د دوی نسل له منځه وړي، دا د دوی قتل عام کوي، ځکه چې واړه بچي يې هم وژني، هغه چې هيڅ د خوراک نه وي.))
یو بل کب نیوونکی پرويز محمد چې د کابل پل خشتي جومات ته څېرمه کبان خرڅوي، وايي چې زه يې تل په جال کې نیسم:
((موږ خپله جالونه لرو، په جال کې يې نیسو. درې اینچه، څلور اینچه، پنځه اینچه ډول ډول جالونه لرو او کبان پکې نیسو. سروبي ته پسې ځو، غوربند، سیاد او داسې لوګر ته پسې ځو.. څوک چې کبان نیسي، دا پېغام ورته لرم چې په جال کې دې نیسي، دا يې ښه ډول دی.))
له ونې ميوه وشکوه او ويې خوره خو ونه په تبر مه وهه... دې ته ورته خبره د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق کوي او وايي هيڅوک حق نه لري چې چاپېریال زیانمن کړي.
کب خرڅوونکی پرويز محمد د طالبانو د وخت کیسه کوي چې زیاتره به يې له سروبي کبان راوړل خو اوس... دی وايي:
((دا څوک يې چې د جنراتور په برقي شارت اود بم په واسطه ښکاروي، دا یې ټول نسل له منځه وړي...اوس وګوره کنه، د طالبانو په وخت کې به موږ له سروبي ډېر کبان راوړل،دوه - درې ټنه ماهیان به راوړل کېدل، اوس ټول له پاکستانه راوړل کیږي. همدا ده چې موږ خپل ځان ته ضرر رسوو، نو ولې باید ځان ته تاوان ورسوو؟ په جال کې یې باید ونیسو چې همیشه واوسي.))
د پرويز محمد خبرې ته که ځیر شو نو ريښتیا هم، موږ خپله پښه پخپله په تبر وهلې، هغه کبان چې له سروبي مو تر لاسه کول اوس يې له نورو هېوادونو راوړو... ځکه خو وايي کنه چې (خپله لاسه ته مې دښمن يې)... په دې هیله چې نوره خپله پښه په تبر ونه وهو او خپل لاس د ځان دښمن نه کړو، ننۍ تاندې څانګې رانغاړو.
تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:
http://Facebook.com/tandysangy
پر دې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:
http://www.azadiradio.org
او زما پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولی شئ: http://shafaqn@rferl.org
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار یې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.
Your browser doesn’t support HTML5