د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د پاپو نیو ګېنې له لوبډلې سره مخامخ کېږي

د ۲۰۱۶ د شلو اورونو نړېوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د پاپو نیو ګېنې له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

افغانستان په روانو مسابقو کې درې ګټلي، دوې د باران له کبله مساوي کړي او دوې بایللي دي.

نننۍ مسابقه د افغانستان د ټیم لپاره خورا مهمه ده. پاپو نیو ګېنې ته د ماتې په صورت کې د افغانستان ملي ټیم د ۲۰۱۶ کال نړېوالو شل اوریزو سیالیو ته تللی شي.