د اریانا هوايي شرکت: مغرضې کړۍ زموږ د فعالیت په اړه د غلط معلومات خپروي

د اریانا افغان هوايي شرکت وايي: یو شمېر مغرضې کړۍ د دوي د فعالیت په اړه د غلطو معلوماتو د خپرولو هڅې کوي.

د دې شرکت اداري مشرمحمدعمرمستور دا خبرې چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه ګومارل شوې چې له ایرانه مشکوک کسان عراق او سوریې ته ولیږدوي، رد کړ.

ښاغلي مستورپرون [چهارشنبه] ازادي راډیو ته وویل:

((دا مکتوب ریښتنی نه دی بلکه یو جعلي سند دی چې یو شمېرمغرضو کسانو د خلکو د ذهنونو د تخریب لپاره مطبوعاتو ته استولی دی. داسې هیڅ مکتوب زموږ له لوري د ملي امنیت شورا ته نه دی تللی.))

خو د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د اریانا هوايي شرکت د فعالیت په اړه ځیني اسناد ورته رسیدلي چې وروسته به یې وڅیړي.