په کندز ولایت کې د کوچنې اختر په ورځو کې ۲۸۶ تنو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز د عامۍ روغتیا رییس ډاکټر سعدمختار له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل،چې په دې ولایت کې د اختر په لومړۍ ورځ ۳۱ کسان ټپیان او څلور تنه وژل شوي وو،د اختر په دویم ورځ ۹۴ تنه کسان ټپیان شوي وو همدارنګه در اختر په درېمه ورځ ۱۶۰ تنه زخمیان د کندز ولایت روغتون ته د تداوي لپاره را انتقال شوي وو.