په بریتانیا کې د قرانکریم هغه پاڼې موندل شوي چې ۱۳۷۰ کلونه پخوانۍ دي.
دغه مخطوطې یا د قران پاڼې د برمنګهم په یوه کتابخانه کې موندل شوي دي.
بي. بي. سي نن په یوه راپور کې ویلي چې دا د قرانکریم د هغې نسخې برخې دي چې په ۱۹۲۰ کلونو کې له عراق څخه بریتانیا ته وړل شوي دي؛ خو نژدې یوه پېړۍ د هغه قدامت ته د چا نه وو پام شوی.
راډیو کاربن چې د پخوانیو توکو او اجسامو د عمر تعیینولو لپاره کارول کیږي؛ ښيې چې د قرانکریم دغه برخې د ۵۶۸ او ۶۴۵ کلونو ترمنځ د اوزې یا د مېږو پر پوستکي لیکل شوي دي.
د اسلام او مسیحیت یو څېړونکی پروفیسور ډېوېډ توماس وایي:
((دغه مخطوطې چې اوس موندل شوي؛ موږ د څو محدودو کلونو په تفاوت هغو وختونو ته ستنوي چې د اسلام دین په کې ظهور وکړ.))
څېړونکي وایي چې د قرآن پاک دغه آیاتونه کټ مټ هغسې دي چې نن په نړۍ کې دي؛ په دې سره لیدل کېږي چې په قرآن کې تحریف نه دی شوی؛ بلکې د قرآن له نزول راهیسې تر اوسه یو شان پاتې شوی دی.))
دا متن په حجازي (خط) لیکل شوی چې په لومړي سر کې به عربي متنونه پرې لیکل کېدل.
دا پاڼې د دوکتورا یوه محصل په ناڅاپي توګه موندلې دي.