د امریکا په اوهایو کې داعش ته د خلکو په جذبولو تورن سعید رحمان د بېګناهۍ ادعا کوي

هغه کس چې د امریکا په اوهایو ایالت کې د اسلامي دولت ډلې ته د خلکو په جذبولو تورن دی؛ نن په محکمه کې د بیګناهۍ ادعا وکړه.

اته دیرش کلن امیر سعید رحمان بن غازي د غیر قانوني وسلو په رانیولو او له تروریستي ډلو سره په مرستې تورن دی.

نوموړی د جولای په ۱۹مه هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د اف. بي. آی له یوه مخفي کارکوونکي څخه یو میل وسله وپیري.

چارواکي وایي، رحمن بن غازي تېر کال د اسلامي دولت ډلې ته خپله وفاداري اعلان کړې وه او هڅه یې کړې چې نور کسان هم دغې ډلي ته وګماري.

د اف. بي. آی د مامورینو د شکایت پاڼې له مخې بن غازي دغه راز غوښتل د "آی. ک" ۴۷ ډوله وسلې په اخستلو سره په متحده ایالاتو کې برید وکړي.