احمدخېل: یوشمېر کسان د پکتیا د ګمرک په چارو کې لاسونه کوي

د پکتیا ولایت د ګمرک چارواکي وایي؛ یوشمېر کسان یې په کارونو کې لاسوهنه کوي او که اصلاح نه شي؛ نومونه به یې له اسنادو سره افشا کړي.

د دې ولایت د ګمرک لوی مدير صديق احمدخېل ازادي راډيو ته وویل چې ځينې کسان د شخصي غوښتنو پر اساس د دوی په چارو کې مداخلې کوي او هدف یې دا دی چې امتیاز ترلاسه کړي.

نوموړی زياتوي چې که دا مداخلې همداسې دوام وکړي؛ د دوی د ګمرک په عوايدو مستقيم اغېز لري او وبه نه شي کولای چې د عوايدو په برخه کې ورکړل شوي هدف ته ورسيږي.

د پکتيا د ګمرک چارواکي دا خبرې چې د شخصي لاسوهنو او غوښتنو پر اساس يې په عوايدو منفي تاثيرات راځي په داسې حال کې کوي چې سږني عوايد يې د تېر کال په پرتله د دوی په خبره ۵۸ فيصده لوړ تللي دي.