د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د هغه هېواد په پارلمان کې د هغه څه دفاع وکړه چې د ده په خبره د نړۍ له طاقتونو سره یوه متعادله اټومي موافقه ده.
محمد جواد ظریف وایي، موږ نه وایو چې دا موافقه په بشپړه توګه د ایران په ګټه ده. ظریف چې په ویانا کې یې د اټومي مذاکراتو پر مهال د ایران په استازیتوب خبرې کولې؛ پارلمان ته وویل چې په هر ډول مذاکراتو کې راکړه ورکړه شته.
هغه که په بشپړ ډول نه وي؛ د ایران د هغو سرو کرښو چې ایستلې وې ډېره برخه یې خوندي شوې ده.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب او نورو تندلارو پر دې توافق سخت انتقادونه کړي دي.
د دغه هېواد ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي چې وروستۍ پرېکړه کوي؛ ویلي چې دا باید په دقیقه توګه وکتل شي؛ څو د هغه هېواد د ټولو ملي ګټو خونديتوب ډاډمن شي.