فیصل: د فرخندي د وژلو په دوسیه کې به پوره عدالت تامین شي

د افغان حکومت اجراییه ریاست ډاډ ور کوي چې د فرخندي د وژلو په دوسیه کې به پوره عدالت تامین شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې په دغه قضیه کې ښکیل کسان به محاکمه شي او حکومت په دې برخه کې چوپه خوله نه دی.

په دې وروستیو کې استیناف محکمې د فرخندې د قتل په قضیه کې د ښکېلو کسانو په اورول شوې سزا کې تخفیف راوست او په اعدام د محکومو شوو کسانو سزا یې ابدي حبس ته واړوله.