د میدان وردګ ولایت د سولې کمېټې یو غړی صالح محمد ووژل شو

د میدان وردګ ولایت د سولې کمیټې یو غړی صالح محمد هوتک د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ناڅرګندو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د میدان وردګ ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډیو ته وویل چې صالح محمد هوتک تېره شپه له خپل کور څخه جومات ته پر لار وو چې ناڅرګندو کسانو ور باندې ډزې وکړې.

خوګیاڼي زیاته کړه چې تر دا مهاله د هوتک د وژلو لامل نه دی معلوم او نه یې چا مسولیت په غاړه اخستی.