د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په کابل ښارکې د توغندیو له یوې حملې څخه مخنیوي کړي.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلی چې د دغو راکټونو نوعیت BM1 وو او د اختر په ورځو د اتمې ناحیې په مربوطاعاتو کې ځای پر ځای شوي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه راکټونه د ملي امنیت د منسوبینو له خوا کشف او خنثی شوي دي.