کارتر: اټمي معامله له اټمي وسلو څخه د تهران د منع کولو لپاره پوځي انتخاب له منځه نه وړي

د امریکا د دفاع وزیر وايي له ایران سره اټمي معامله له اټمي وسلو څخه د تهران د منع کولو لپاره پوځي انتخاب له منځه نه وړي.

اشټون کارتر تیره ورځ له واشنګټنه اسراییل ته د سفر پرمهال په خپله الوتکه کې خبریالانو ته وویل یو دلیل چې دا موافقه ولې ښه دی همدا دی چې د پوځي حل لارې مخه نه نیسي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیراسراییل، سعودي عربستان او اردن ته د سفر په ترڅ کې له ایران سره د اټمي موافقې په اړه وضاحت ورکوي.

نوموړی په داسې وخت کې سیمې ته تللی چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له ایران سره د نړۍ د ۶ قدرتونو پر اټمي موافقې سخت انتقادونه کوي.