د امریکا پخوانی ولسمشرجورج بوش چې په کورکې د لوېدو له کبله یې څلور ورځې په روغتون کې تېرې کړې پرون د امریکا په ماین Maine ایالت کې خپل کور ته ستون شو.
۹۱ کلن بوش په اورمېږکې د کشرپه خاطر ترعلاج لاندې و.
ډاکټرانو بوش ته چې د امریکا د څلورو ژوندیو پخوانیو ولسمشرانو تر ټولو زوړ دی د فزیوتراپۍ یو خاص دستمال په غاړه کې اچولی.
جورج بوش د پخواني ولسمشرجورج ډبلیوبوش او د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د هیله من کاندید د فلوریډا د پخواني والي جب بوش Jeb Bush پلار دی.