اشرف غني: پکتیا د ۴کلونو په ترڅ کې اساسي تغییر وکړي

ولسمشراشرف غني وايي، پکتیا ولایت باید د څلورو کلونو په ترڅ کې اساسي تغییر وکړي.

ولسمشرغني پرون پکتیا ته د سفر پرمهال قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو او ځوانانو ته په وینا کې وویل، د اوبو او برېښنا وزارت سږکال د بندونو د جوړولو ظرفیت نه لري او ځکه دی غواړي چې لومړی دا وزارت په پښو ودروي او وروسته د بندونو د جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.

ښاغلي غني وویل چې د بندونو رغول وخت غواړي. ده ژمنه وکړه چې په راتلونکو څلوروکلونو کې به د پکتیا بڼه بدله شي.