د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دولت له چوکاټ بهر ملیشه يي ځواکونه رامنځ ته کړي.
د حکومت له چوکاټ څخه بهر د ملیشو د جوړولو په اړه وروسته له هغې اندېښنې زیاتې شوي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم، د بلخ والي عطا محمد نور او د اجرایه ریس مرستیال محمد محقق په ځینو سیمو کې د طالبانو پرضد د ګډې مبارزې لپاره چمتوالی وښوده.
د دفاع وزارت د ویاند مرسیتال جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، هر افغان هر چیرې چې وي باید د خپل کور او سیمې دفاع وکړي او د هیواد دښمنانو ته ځای ورنه کړي،خو د نوموړي په وینا دا په دې معنی نه ده چې وسلوالې ډلې جوړې کړي او یا یوه بله اردو رامنځ ته کړي.
تر دې مخکې د افغانستان ولسي جرګه هم ویلي وو چې د افغان ځواکونو له چوکاټ بهر د خلکو وسله وال کول او ملیشې جوړول د نه منلو دي او افغانان به هیڅکله د دغه کار اجازه ورنه کړي.
د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، جنرال دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق باید د دغه اییتلاف پر ځای د افغان پوځیانو پیاوړتیا ته خپلې هڅې زیاتې کړي.