سپينه ما ڼۍ وايي چې د ایران په اړه ډيپلوماسي غوره ګڼي؛ خو د امریکا له لوري د پوځي اقدام امکان هم پر خپل ځای پاتې دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند، جاش ارنسټ پرون وویل چې اټمي موافقه د ایران د سړغونې په صورت کې؛ د امریکا پوځي انتخاب زیاتولای شي:
((د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ویلي چې پوځي اقدام به تل؛ زموږ له لوري د ممکنو اقدامونو په انتخاب کې شامل دی.))
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د منځني ختیځ یو شمېر هېوادو ته په سفر کې؛ هیله څرګنده کړې چې دا موافقه به د نړېوالو همکاري زیاته کړي.