داعش په عراق او سوریه کې پر کردانو د کیمیاوي وسلو حملې کړي دي

د څارنې ډلې او کردي ملیشه وايي؛ د اسلامي دولت په نوم وسله والو یا داعش د سوریې اوعراق په هغو سیمو کې چې د کردانو په لاس کې دي؛ کیمیاوي ګاز کارولی دی.

په بریتانیې کې دوو څارونکو ډلو تایید کړې چې داعش په سوریه او عراق کې پر ملکي اهدافو او کردي عسکرو د کیمیاوي وسلو حملې کړې دي. دوی ویلي چې د جون په ۲۱ او ۲۲ د کردي ملیشو یعنې پيش مرګه او ملکي خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلو حملې شوې دي.

کردي پيش مرګه په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې مهمه ونډه لري. د پيش مرګه ملیشو ویاند ویلي چې داعش اول وار په سوریه کې د حسکه او تل براک ښارونو ته نږدې پر دوی د کیمیاوي وسلو حملې وکړې.

سپینې ماڼۍ ویلي چې په دې اړه رپوټونه ورته رسیدلي او د اضافي معلوماتو په راغونډولو لګیا دي.