د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال عزیز احمد چوهدري وايي؛ امریکا او چین د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ د پيل شوو مذاکرو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
چوهدري په دې ارتباط د خپل حکومت د رول په اړه پرون د پاکستان Daily Times ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د دې مذاکرو لپاره زمینه سازي کوي.
د چوهدري وینا، اسلام اباد ته نږدې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې په ګرمه فضا کې وشوې.
دې پاکستاني چارواکي ویلي چې د افغانستان حکومت په دې خبرو کې هغه اساسي ټکي مقابل لوري ته توضیح کړل چې په دې هیواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره ضروري ګڼل کیږي.
عزیز احمد چوهدري ویلي، په افغانستان کې سوله، په ټوله سیمه کې سوله ټینګولای شي.