په داسې حال کې چې په اوکراین کې د مالیزیا د هوايي شرکت د یوې الوتکې د نسکورېدو کال پرون پوره شو د دې پېښې په اړه یوه نوې ویډیو خپره شوې.
دا ویډیو چې یوه برخه یې یوې اسټرالیايۍ ورځپاڼې پر خپله ویبپاڼه خپره کړې ښيي چې روس پلوي بېلتونپال د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیایۍ الوتکې د ټوټو خوا ته ورځي او ورته معلومېږي چې دا یوه ملکي الوتکه ده. په تصاویرو کې هغه شېبه ښودل کېږي چې د اوکراین د حکومت وسله وال مخالفین پوهېږي چې د اوکراین د پوځ نه بلکې ملکي الوتکه یې نسکوره کړې ده.
د راپورونو له مخې په دې ویډیو کې چې ځینې برخې یې خپرې شوي هغه ډله ښودل کېږي چې د بېلتونپالو له خوا له ختیځ دونیڅک ښار څخه د الوتکې د نسکورېدو ساحې ته په دې مقصد استول شوې چې د اوکراین د پوځي الوتکې پیلوټ ونیسي.
په تصویرونو کې وسله وال لیدل کېږي چې د الوتکې د سپرلیو مړي او بکسونه چې د استرالیا او مالیزیا نښې پرې ښکاري پلټي.