ګیرکین، د مالیزیایي الوتکې په ویشتلو او نسکورولو مجرم وپیژندل شو

د اوکراین په ختیځ کې د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو پخوانی قوماندان ایګورګیرکین د امریکا په متحدایالتونوکې د یوې قانوني دعوې د اقامې له مخې په رسمي توګه د مالیزیایي الوتکې MH17 په ویشتلو او نسکورولو مجرم وپیژندل شو.

په شیکاګوکې د قانوني دعوې اقامې همداراز ګیرکین ملامته بللی دی چې دا کاریې د کرملین د خوشاله کولو لپاره کړی دی.

دغه مالیزیایي الوتکه تیرکال د جولایي په ۱۷ له امیستردامه کوالالامپور ته د اوکراین پر سر روانه وه چې وغورځیده او په کې ۲۹۸ سپرلۍ ووژل شوې.

د قانوني دعوې اقامه په دې پیښه کې د ۱۸ وژل شویو مساپرو د کورنیو لپاره د ۹۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو د تاوان غوښتنه کوي.

وکیل فلوید ویسنر په متحد ایالتونو کې له زورزیاتې څخه د قربانیانو د ساتنې له لایحې په استفادې سره غواړي چې ګیرکین د امریکا یوې محکمې ته راولي.

ویسنر وویل، د قانونې دعوې اقامه د پیسو لپاره نه ده جوړه شوې، دا د دې لپاره ده چې له ګیرکین څخه پوښتنې وشي او پر روسیې فشار راوستل شي څو هغه کسان چې مجرم دي نړیوالې محکمې ته حاضر کړي.