جاپان: پوځیان کولای شي چې له خاورې بهرځای پرځای شي

د جاپان ولسي جرګې موافقه وکړه چې جاپاني پوځیان کولی شي چې د جاپان له خاورې بهرله اړتیا سره سم ځای پرځای شي.

استازیو جرګې دا لایحه چې د صدراعظم شینزو ابي په مشرۍ حاکم ایتلاف وړاندې کړې وه، په اکثریت تایید کړه. اپوزسیون دا رایي ورکول بایکاټ کړل.صدراعظم ابي له رایي ورکولو وروسته وویل:

«امنیتي وضعیت د جاپان شاوخوا له مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره مخامخ دی.

له دې نظره دا یوه ډيره مهمه لایحه ده څوجاپانیان وساتي او همداراز هېواد وژغوري چې په جګړې کې دخیل نه شي.»

صدراعظم ابي په دې ډول په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکي حضور ته اشاره کوله.

اوس به دا تصویب شوې لایحه مشرانو جرګې ته ځي چې هلته هم د صدراعظم ابې ایتلاف اکثریت لري:

((د نظر پوښتنو له مخې د جاپان تر نیم ډیر خلک له دې لایحې سره مخالف دي.

له دې لایحې سره مخالفان وایي چې له دې سره د جاپان سوله ییز دریځ چې له اویا کلونو راهیسې یې خپل کړی دی اغیزمن کیږي او ښایي جاپایي پوځیان په بهر کې له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره په جګړو کې ښکیل شي.))