ملګرو ملتونو د افغانستان له حکومت او وسله والو مخالفانو څخه غوښتي چې د اختر په شپو او ورځو کې له جګړو لاس واخلي.
د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړې استازې نیکولاس هیسم د اختر په مناسبت یوه خپاره کړې بیان کې افغانانو ته د اختر مبارکي ویلې او د جګړې دواړو اړخونو ته یې د نرمښت بلنه ورکړې ده.
په ورته وخت کې په کابل کې د بریتانیا سفیرې کارین پیریس افغانانو ته د اختر مبارکې ویلي او هیله څرګندوي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشرملامحمد عمر ته منسوب په یوه تازه پيغام کې راغلي چې دغه ډله به د سولې او سیاسي حل لارې سربیره په افغانستان کې خپلې وسله والې مبارزې ته هم دوام ورکړي.