امریکا د ملګروملتوامنیت شورا ته د اټمي تړون مسوده استولې

د امریکا متحد ایالتونو د ملګروملتوامنیت شورا ته د اټمي تړون مسوده استولې څو پر ایران لګولي بندیزونه لرې کړي، خو پر تهران به د وسلو او د بالستیک توغندیو د ټکنالوژي د ورکړې بندیز په خپل ځای وي.

تمه ده چې امنیت شورا د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې دې مسودې ته رایي ورکړي.

د هغو ډیپلوماتانو په وینا چې د خپلو نومونوله څرګندونو څخه یې ډډه کوله، په ملګرو ملتو کې د امریکا د متحد ایالتونو استازې سمانتا پاور د دې مسودې په اړه د امنیت شورا غړیو ته د تړلیو ورونو شاته لنډ معلومات ورکړل.

د سمانتا په وینا د امنیت شورا له پریکړې سره سم به پر ایران د ویانا د خبرو له مخې بندیزونه لرې شي.

د امنیت شورا د دایمي غړیو، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې او د امریکا د متحد ایالتونو استازیو د ویانا په خبرو کې وار له مخه د دې پریکړې تایید کړی دی.