د یونان پارلمان هغه سخت اقتصادي اصلاحات تصویب کړل چې اروپایي مشرانو دې هېواد ته د نویو مالي مرستو په بدل کې له اتنه غوښتل.
د پارلمان دغه اقدام په واکمن کین اړخي سیریزا ګوند کې اختلافاتوته د پای ټکی کښیود.
دغه لایحه چې پر خرڅلاو مالیه سمدستي اوچتوي، د تقاعد په سیسټم او نورو پروګرامونو کې اصلاحات راولي، پرون د درې اروپا پلوو ګوندونو په ملاتړپه ۲۲۹ موافقو او ۴۵ مخالفو رایو سره تصویب شوه.
د صدراعظم الکسیس سیپراس واکمن ګوند د انرژۍ د وزیر او د پخواني مالیې وزیرپه ګډون یو شمېر مهمو غړیوهم ورته مخالفه رایه ورکړه.
سیپراس وویل، هېواد یې له دې پرته چې د پور ورکونکو دغه سخت شرایط ومني، بله لاره نه لرله.
هغه وویل، زموږانتخاب ډیر محدود ویا مو باید له دغې موافقې سره پراخ مخالفت ښودلی وای او یامو باید افلاس کړی وای.
په پارلمان کې دغه رایي ګیري په داسې حال کې وشوه چې د پارلمان په مخکې په زرګونو کسانو د اروپایي مشرانو د سختو اقتصادي شرایطو په وړاندې مظاهره وکړه.