وسله والو مخالفانو تېره شپه د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې پرعامو وګړو ډزې کړي او پنځه تنه يې ځای پرځای وژلي دي.
د زابل د امنيه قومندانۍ وياند فواد عسکري وایي چې د دغه بريد انګېزه نه ده معلومه او د ولسوالۍ مسوولينو په دې اړه پلـټنې پيل کړې دي.
بل خوا د سيمې اوسېدونکيو له نن سهار راهيسې په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پرضد مظاهره پيل کړې او له دولت څخه یې غوښتنه کړې چې وسلې ورکړي ترڅو دوی له طالبانو څخه د خپلو ځوانانو غچ واخلي.
د امنيه قومندانۍ وياند وايي، له مرکزه ولسوالۍ ته امر شوی چې د کليوالو هرڅومره وسلې په کار وي، ورته دې ورکول شي.
خو تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.