د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لارینت فابیوس وایي، د تهران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ د اټمي معاملې له لاسلیک وروسته یې ایران ته د تلو بلنه منلې ده.
فابیوس د فرانسې راډیو ته نن وویل، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ورته ایران ته د سفر بلنه ورکړې ده.
ده زیاته کړه، جواد ظریف ته مې وویل، زه به ته ایران ځم.
فابیوس د خپل سفر جزئیات نه دي په ډاګه کړي.
په عین حال کې رویټرز اژانس د صنعتي او ایتلافي منابعو په حواله وایي، د جرمني د اقتصاد وزیرسیګمار ګیبریل پلان لري چې د جولای په ۱۹ مه ایران ته سفر وکړي.
د جرمني د اقتصاد وزارت ویانده وایي، ایران ته سفرپه نظر کې دی، خو د نیټې په اړه یې څه ونه ویل.