بارک اوباما: عربستان دې په یمن کې جګړه پای ته ورسوي

د امریکا ولسمشرد سعودي عربستان له پاچا وغوښتل چې په یمن کې جګړه پایته ورسوي.

باراک اوباما څو ساعته وروسته ترهغې سلمان بن عبد العزیز ته تیلیفون وکړ چې د ریاض په ملاتړ یمني ځواکونو د عدن ښار هوايې ډګر بیرته ونیو.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشراوباما په دې تیلیفوني تماس کې ټینګار وکړ چې د یمن ټولو خلکو ته باید بشري مرستې ورسیږي.

ملګرو ملتونو تیره جمعه په یمن کې بشري اوربند اعلان کړخو د سعودي په مشرۍ ائتلاف بیا هم پر حوثي یاغیانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.