اوباما، نتانیاهو ته ډاډ ورکړ چې امریکا به د اسرائیل امنیت ته خپل تعهد ټینګ وساتي

ولسمشربارک اوباما پرون [سه شنبه] د اسرائیل صدراعظم بینامین نتانیاهو ته ډاډ ورکړی چې امریکا به د اسرائیل امنیت ته خپل تعهد ټینګ وساتي.

د سپينې ماڼۍ په وینا، اوباما او نتانیاهو پرون پر ټیلیفون خبرې کړې دي.

ولسمشراوباما ویلي چې د ایران او د نړۍ د 6 مقتدرو هېوادونو ترمنځ موافقه به د اسرائیل د ملي امنیت په ګټه وي.

ولسمشراوباما ډاډ ورکړی چې دا موافقه له نړېوالو تروریستانو د تهران له ملاتړاو له هغو امنیتي ګواښونو چې د اسرائیل امنیت ورسره مخامخ دی، د امریکا پام نه شي اړولای.

خو د اسرائیل صدراعظم پرون له بیت المقدسه په وینا کې وویل چې دا اټمي موافقه یوه تاریخي تیروتنه ده او د اټمي وسلو جوړولو لپاره، ایران ته مطمئنه لار ورکوي، نتانیاهو زیاته کړه:

((اسرائیل له ایران سره دې موافقې ته پابندي نه لري ځکه چې ایران زموږ د له منځه وړلو هڅې جاري ساتي او موږ به تل له ځانه دفاع کوو.))

د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتر راتلونکې اونۍ اسرائیل ته ځي.

ولسمشراوباما ویلي چې دا سفر د امریکا او اسرائیل ترمنځ د امنیتي همکاریو لوړه کچه څرګندوي.