د م.م سازمان خاص استازي په بغلان کې چاودنه وغندله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان خاص استازي د بغلان مرکز پلخمري په یو جومات کې چاودنه په کلکه وغندله.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې دغه چاودنه د نیکولاس هایسم له قوله غندله شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې یاد ملکي وګړي د روژې ماتي لپاره راټول شوی وو.

اعلامیه زیاتوي چې په دغه چاودنه کې ترڅلویښتو زیات کسان ټپيان شوي چې د ځینو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.