په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د بشري حقونو ډلو اندېښنه

د بشري حقونو کورنیو او نړېوالو ډلو په افغانستان کې وروستیو خونړیو پیښو ته په اشاره یوځل بیا د ملکي تلفاتو پرزیاتوالي اندېښنه ښکاره کړه او د جګړې له ښکیلو خواو یې وغوښتل چې د ملکیانو خوندي توب ته پاملرنه زیاته کړي.

د بشري حقونو نړېوالو او کورنیو ډلو یوځل بیا په افغانستان کې په شخړو کې د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه او د جګړې پر ښکیلو خواوو ویې غږ وکړ چې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره دې جنګي اصول مراعات کړي.

خوست ولایت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي د یوې وروستۍ خونړۍ پېښې شاهد و چې د متون په ښارګوټي کې د یکشنبې په ورځ ماښام مهال د روژه ماتې په وخت ځان وژونکي برید ۲۷ ملکیان ووژل او له لسو زیات یې ټپیان کړل.

دغه راز پرون د بغلان په مرکز د پلخمري په لوی جومات کې یوې چاودنې هم لږترلږه دېرش تنه ټپیان کړل.

د جګړې تاوان څوک ورکوي:

د بخښنې نړېوال سازمان امنیستي انټرنشنل د خوست پیښې ته په اشاره وایي چې دغه خونړي برید یوځل بیا وښوده چې ملکي وګړي د جګړې ډېر تاوان ورکوي.

په دغه برید کې د ۲۷ وژل شویو ملکیانو په ډله کې ۱۲ یې ماشومان و.

په برید کې چې مسوولیت یې تراوسه چا یا کومې ډلی په غاړه نه دی اخیستی؛ دغه راز شپږپولیس ووژل شول.

د بخښنې نړېوال سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې حوریه مصدق آزادي راډیو ته په افغانستان کې په شخړو کې د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل راهیسې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

په وروستیو کې د ملکیانو تلفات په تېره بیا د ښځو او ماشومانو مرګ ژوبله زیاته شوي او په جګړه کې ښکیلې خواوې په تېره بیا طالبان د ملکي وګړو خوندي توب ته پاملرنه نه کوي
بشري حقونه

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د دفتر یوناما د احصایې له مخې په تېر۲۰۱۴ کال کې ۱۰۷ انتحاري حملې او د حملو نور ډولونه شوي چې په نتیجه کې یې ۱۵۸۲ ملکیان وژل شوي دي.

په هغه راپورکې چې یوناما په تېره فبرورۍ میاشت کې خپور کړی؛ د ۷۲ فیصده ملکي تلفاتو مسوول طالبان او نور سخت دریځي بلل شوي. ملګروملتونو ویلي چې ملکیانو ته د تلفاتو د زیاتوالي یوعمده علت دا دی چې وسله وال تر ډېره له چاودیدونکو وسیلو او ځان وژونکو بریدونو کار اخلي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د دې کمیسیون موندنې ښیي چې په وروستیو کې د ملکیانو تلفات په تېره بیا د ښځو او ماشومانو مرګ ژوبله زیاته شوي او په جګړه کې ښکیلې خواوې په تېره بیا طالبان د ملکي وګړو خوندي توب ته پاملرنه نه کوي.

د بخښنې نړېوال سازمان امنیستي انټرنشنل د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه په راپور کې د رویټرز په استناد په افغانستان کې په تېرو شپږو - اوو میاشتو کې د پکتیا په یحی خېلو کې د والیبال په یوه میدان کې د خونړۍ پېښې په ګډون د څو نورو خونړیو پېښو یادونه کړې او ویلې یې دي چې د اکثرو دغو پېښو مسوولیت طالبانو چې هرکله له یوې حملې سمدستي وروسته مسوولیت اخلي؛ په غاړه نه دی اخیستی؛ خو د افغانستان د څېړونکو شبکه وایي؛ طالبانو تل د هغو حملو له مسوولیت اخیستو ډډه کړې چې په کې ترډېره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیا په یحی خیلو کې په تېر نومبر میاشت کې د والیبال د لوبې په مهال ځانوژونکي برید کې ۵۳ کسان ووژل شول او شاوخوا ۸۵ نور ټپیان شول.

د افغانستان د څیړونکو شبکه وایي؛ که طالبان د ځینو دا ډول خونړیو بریدو مسوولیت واخلي هم ورته د ملکي تلفاتو مساله دومره مهمه نه ده؛ خو د دې شبکې په باور که له طالبانو سره د خبرو په بل دور کې د اوربند مساله راپورته شي؛ ښایي دوی دې ته اړکړي چې په حملو کې ملکیانو ته د زیان رسولو په اړه فکر وکړي.