یو روسي وګړي چې په افغانستان کې پرامریکايي ځواکونو د برید په تنظیمولو تورن دی او ادعا یي کوله چې جنګې اسیر دی، د ویرجینیا په فدرال محکمه کې یې خپله دعوا وبایلله.
د امریکا د سیمه ایزې محکمې قاضي هینري هډسن پرون د ایریک حمیدولینIrek Hamidullin دا ادعا چې وايي، دی د جګړې اسیر دی او په ملکې محکمه کې نشي محاکمه کیدای، رد کړه.
قاضي هینري وویل، طالبان او نورې تروریستي ډلې د قوماندې منظم تشکیلات نلري او له همدي امله د جګړې له قوانینو او اصولو سره نه دي برابر.
د حمیدولین محاکمې ته له دوو اونیو کم وخت پاتې دی.
امریکايي چارواکو ویلي ، حمیدولین د پخواني شوروي اتحاد پرضد د جګړې ګډونوال دی چې د جهاد له پاي ته رسیدو وروسته په افغانستان کې پاتې او بیا له طالبانو سره یوځاي شوی دی.
نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې په افغان سرحدي پولیسو او امریکايي ځواکونو په یوې حمله کې نیول شوی و.