د ایران رسمي خبري رسنۍ وایي؛ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال جیسن رضایان محاکمه به نن یو ځل بیا د تړلو دروازو تر شا په تهران کې جوړه شي.
رضایان چې د ایران او امریکا تابعیت لري؛ متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ او د اسلامي رژیم پر ضد د تبلغاتو په جرمونو تورن دی.
نوموړی له یو کال راپدېخوا په ایران کې بندي دی او انقلابي محکمې د می او جون په میاشتو کې د هغه په دوسیې غونډې کړې وې؛ که محکوم شي، د لسو او شلو کلونو ترمنځ د بند سزا به ورته ورکړل شي.