داعش د عراقي پوځیانو د ډله ییزې وژنې یوه ویډیو خپره کړه

د اسلامي دولت په نوم وسله والې سختدریځې ډلې په ۲۰۱۴م کال په تکریت کې د عراقي پوځیانو د ډله ییزې وژنې نالیدل شوې ویډیو خپره کړه.

په دې ۲۲ دقیقه يي ویدیو کې چې دې ډلې پرون په انټرنټ کې خپره کړې ده؛ د بې رحمۍ نور شدت ښودل کېږي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ۲۰۱۴ کال په دوبي کې د عراق تکریت ښار ته نژدې شاوخوا ۱۷۰۰ عراقي پوځي افسران ونیول. د هغو اکثره په تکریت کې د صدام حسین د ولسمشرۍ په پخوانۍ ماڼۍ کې ووژل شول.

دا ویډیو څلور ورځې وروسته له هغې خپره شوه چې په بغداد کې یوې محکمې ۲۴ سړي په اعدام محکوم کړل.