چین: له تایلنډه ایستل شوي اویغور مسلمانانو غوښتل له داعش سره یوځای شي

د چين چارواکي وايي، هغو اويغور مسلمانانو چې د تايلنډ له خوا له دې هېواده وايستل شول؛ غوښتل له داعش ډلې سره يو ځای شي.

د چين دولتي خبري اژانس وايي؛ ۱۰۹ اويغور نژاده وګړي چې د تايلنډ له خوا بېرته چين ته ولېږل شول؛ ترکيې، سوريې يا عراق ته تلل چې له داعش سره يو ځای شي.

د چين دولتي خبري اژانس سين هوا وايي؛ ۱۳ اويغور وګړي له هغه وروسته چې په تروريستي فعالیتونو کې په لاس درلودو تورن شول؛ له چينه وتښتېدل.

د سين هوا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د چين پوليسو ځيني نورې مجرمې ډلې چې غوښتل يې د داعش لپاره اويغور او ترک نژاده مسلمانان استخدام کړي؛ افشا کړي دي.

له هغه وروسته چې د تايلنډ چارواکو ته څرګنده شوه چې دا اويغور د چين وګړي دي؛ هغوی يې په زوره وايستل.

د تايلنډ دغه اقدام په نړيواله کچه انتقادونه راوپارول چې وايي؛ کډوال د چين د حکومت له خوا له ځورونې سره مخامخ کېدای شي.