د جنبش ګوند یو پخوانی قومندان شیر عرب په بلخ ولایت کې ووژل شو

چارواکي وايي، په بلخ کې د جنبش ګوند یو پخوانی قومندان شیرعرب د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې وژل شوي او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان دراني ازادي راډیو ته وویل چې پر قومندان شیر عرب تېره ورځ نا وخته په مزار شریف ښار کې د موټر سیکل سپرو کسانو له خوا ډزي وشوې.

هغه وویل چې حمله کوونکي تر حملې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.