د افغانستان دفاع وزارت وايي؛ په ننګرهار کې به د داعش ډلې او وسله والو طالبانو پر وړاندې پيل شوي پوځي عمليات تر هغو روان وي چې دغه ولايت يې له موجوديته پاک شوى نه وي.
دفاع وزارت وروسته له هغې دا خبره وکړه چې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پرون په جلال اباد کې يوه کنفرانس ته وويل؛ د داعش ډلې د ملاتړ لپاره له پاکستانه او د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره له لوګر او نورو سيمو څخه جنګيالي دغه ولايت ته ورغلي دي.
د دفاع وزارت يوه وياند دولت وزيري ازادي راډيو ته وويل؛ په ننګرهار کې پيل شوي عمليات به د ټولو سيمو تر تصفيې پورې روان وي:
((دا عمليات تر هغو دوام کوي چې سيمه کاملاً امن او له مخالفانو پاکه شي. په ننګرهار کې په څو ورځو کې مخالفانو ته ډېر زيان رسېدلى، ګڼې سيمې يې له موجوديته پاکې شوي او مرکزونه يې له منځه تللي دي.))
دولت وزيري وويل چې د دغو عملياتو په نتيجه کې د داعش او وسله والو طالبانو ګڼ غړي وژل شوي دي.