د اسلامي دولت ډلې سخت دريځو وسله والو د هغې خونړۍ چاودنې مسووليت ومانه چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې يې د ايټاليا قونسلګري سخته ويجاړه کړه.
په پېښه کې يو سړى هغه وخت ووژل شو او د پوليس افسرانو او ملکيانو په ګډون ګڼ نور ټپيان شول چې ودانۍ عمومي دروازې ته نژدې موټربم چاودنه وشوه.
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير پاولو جينتي لوني وويل؛ دغه حمله د داعش ډلې پر وړاندې د ده د هېواد تعهد لا ټينګوي:
”زموږ پر قونسلګرۍ بريد موږ ته دا مفکوره را کوي چې اړتيا لرو دا يو ډېر جدي تروريستي ګواښ وګڼو؛ هغه څه چې ايټاليا به يې په ډېر غوڅ دريځ سره ځواب ووايي. دا هر څه د داعش پر وړاندې د نړېوالې مبارزې لپاره زموږ بشپړ تعهد تاييدوي.“
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير وويل چې د چاودنې په وژل شويو او ټپيانو کې د دوى کوم تبعه نه دى شامل.
د اسلامي دولت ډلې پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي؛ مسلمانان بايد د دې قونسلګرۍ په څېر ساحو نه ليرې وي چې دا د بريدونو لپاره مشروع اهداف دي.
د ايټاليا صدراعظمماتيو رنزي د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره خبرې کړي او ويلي يې دي، دواړه هېوادونه به د ټروريزم او تعبيض پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي.