فابیوس: د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پرېکړې وخت رارسېدلی

د فرانسې حکومت وايي، له ايران سره پر اټومي موضوع په مذاکرو کې د تصميم نيولو وخت راغلى دى.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيوس پرون شنبه په ويانا کې وويل؛ اوس هر اختيار زموږ په مخکې پروت دى او بايد تصميم ونيول شي.

تر دې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي وو: "لا هم ځينې ستونزمنې مسالې په مخکې پرتې دي".

د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ اوسنۍ مذاکرې د پنځلسمې ورځې لپاره روانې دي او سبا دوشنبه يې نهايي توافق ته د رسېدو لپاره وروستى مهلت ټاکل شوى دى.

د مذاکرو له اوسني پړاو سره جوخت د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه یي د ايران او لوېديځ په وړاندې د مقاومت خبره کړې ده.

راپورونه وايي، ده له ځينو محصلانو سره په کتنه کې؛ امريکا کبرجنه بللې ده.

خامنه يي که څه هم په وار- وار د ايران له مرکچيانو خپل ملاتړ اعلان کړى؛ خو په عين حال کې يې ويلي دي چې پر لوېديځ په ځانګړې توګه امريکا باور نه لري.