د سوريې د بشري حقونو فعالان وايي چې د هېواد د حکومت له خوا په يوه هوايي بريد کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي. دا پېښه په الباب ښار کې شوې چې د اسلامي دولت سخت دريځو تر کنټرول لاندې ده.
برتانيا ميشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې نن ویلي چې په وژل شويو کې د ښځو او کوچنيانو په ګډون ۱۹ ملکي کسان وو. د راپورونو له مخې ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د شاهدانو په وينا، د سوريې نظامي هليکوپټرو د حملې پر مهال پر دغه ښار له چاودېدونکو موادو ډک بېرلونه اچولي دي.
الباب له حلب ښار څخه ۴۰ کيلو متره ليري دی او اکثره وخت د سوريې د حملو هدف ګرځي.
په می مياشت کې په يوه بل ورته بريد کې په يوه بازار کې ۵۰ کسان وژل شوي وو. د بشري حقونو د څار ادارې د سوريې پر حکومت انتقاد کوي چې بېرلي بمونه (کلسټر بمونه) کاروي او وايي؛ دا بمونه پرته له توپيره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.